د هلمند ولایت ځايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی. د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي چې دمګړی ددغه ولایت انګور بازار ته وړاندې شوي. د سرچینې په خبره سږ کال ښایي ددغه ولایت له باغونو شاوخوا ۹۵ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ډېروالی ښيي. ددغه ولایت چارواکو د انګورو د باغونو له ډېرېدو هم خبر ورکوي او په خبره یې دمګړی په هلمند کې پر ۶۹۳۵ هکټاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي چې چې دا شمېره ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده.



































