پاکستان وایي د افغانستان د سولې په برخه کې له ټولو فعالیتونو سره همکاري کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس کې هم ګډون کوي. په دغه کنفرانس کې د ګډونکوونکي پلاوي مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه کوي. ددغه وزارت چارواکو ویلي دوی به په دغه کنفرانس کې په افغان سوله کې د همکارۍ ژمنه تازه کړي. پاکستان داسې مهال یادې څرګندونې کړې چې افغان حکومت وایي د جینوا کنفرانس کې له ګڼو لاس ته راوړنو سره ګډون کوي. ارګ همدا راز ویلي، چې دوی به په دغه کنفرانس کې له نړیوالو وغواړي څو د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې اقدام وکړي او د سولې له پروسې خپل عملي ملاتړ وښيي. پاکستان هم د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې په نړۍ کې د ترهګرو ملاتړی بلل کېږي او له همدې امله د ترهګرو د ملاتړ په خړ لېست کې هم شامل شوی دی.



































