د فرانسې ولسمشر په دغه هېواد کې زرګونه لاریون کوونکي بې شرمه کسان بللي دي. د ایمانویل مکرون دې خبرې په فرانس کې سخت غبرګونونه پارولي دي او د لاریون کوونکو شمېر یې سل زره کسانو ته لوړ کړی دی. په ټوله فرانسه کې د سونتوکو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې پراخ لاریونونه پيل شوي دي. تېره ورځ په پاریس کې اته زره کسانو لاریون کړی و او غوښتل یې ځينې حکومتي ودانیو ته نږدې شي خو پولیسو پر دوی اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړی دی. له دې سره لاریون کوونکو پر پولیسو حملې هم کړې دي. د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د لاریون کوونکو د حملو په غبرګون کې دوی بې شرمه خلک بللي دي. دده په وینا بې شرمه لاریونکوونکو پر پولیسو برید کړی دی. له پاریس ورهاخوا بیا په ټوله فرانسه کې لاریونونه روان دي او د لاریون کوونکو شمېر سل زره کسانو ته رسېږي.