په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر فراه ولایت ته تللی دی. نوموړي په یاد ولایت کې له ځایي چارواکو سره د روان امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. دده په خبره دی به فراه ولایت ته جګړه کوونکي امریکايي نظامیان ولېږي، چې د سلاکارو نظامیانو تر څنګ به د طالبانو په ځپلو کې برخه واخلي. سکاټ مېلر ویلي، چې پر طالبانو به د هوا او ځمکې له لارې بریدونه وکړي او دغه ډله به په فراه ولایت کې وځپي. فراه یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې پکې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې اوج ته رسېدلې دي. طالبان ان د مرکز په نږدې سیمو کې پر امنیتي پوستو او افغان سرتېرو بریدونه کوي. څو ورځې وړاندې د همدې نا امنیو له امله ددغه ولایت د امنیه قومندان هم تبدیل شو.



































