د رسنیو د راپورونو له مخې دغه لار په پاکستان او هند کې د سکانو د دوو بېلو مذهبي سیمو د اتصال په موخه پرانیستل کېږي. دواړو لورو هوکړه کړې چې د پاکستان او هند سکان به له همدې لارې په استفادې یادو دواړو مذهبي سیمو ته تګ راتګ کوي. دغه مذهبي ځایونه د پاکستان او هند په پنجاب ایالتونو کې موقعیت لري. په دې لار تلونکي او راتلونکي کسان به له وېزې پرته تګ راتګ کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ددغه لارې د پرانیستې لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج ته بلنه ورکړې وه، خو نوموړې په یادو مراسمو کې د ګډون په اړه د قریشي بلنه رد کړې ده. پاکستاني رسنۍ وايي ددغه نوې لارې پرانیستل ښایي د دواړو هېوادونو د راتلونکې لپاره ښه زېری وي.