په افغانستان کې د پلټنې یا تفتیش عالي ادارې چارواکي وايي، د ۱۳۹۶ مالي کال په اوږدو کې لسګونه ميليارده افغانۍ بېلا بېلو ادارو لګولې، خو د لګښتونو سندونه یې نه لري. دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار لګښتونه، د سولې پروګرام، د چارو ادارې مامورينو لوړ معاشونه، د ملي امنیت لګښتونه، د افغانستان بانک د قرضونو جبران او د دولتي ادارو اوپراتيفي لګښتونه بې حسابه پاتې دي. بي بي سي په یوه راپور کې د چارواکو له خولې وایي، د ۱۳۹۶ ل کال مالي بودیجې يوه برخه د تېرو کلونو په څېر له ټاکلو موخو سره په ټکر کې د حکومتي ادارو له لوري لګولې شوې ده. د دې ادارې مرستيال سيد مهدي حسيني په يو خبري غونډه کې ويلي، دا لګښتونه د افغانستان د ولسمشر په حکم د ماليې وزارت ورکړي او د لګولو هېڅ سند په لاس کې نه شته. د ملي امنيت ادارې شاوخوا ۳۰۰ ميليونه افغانۍ سولې او د خلکو د همکارۍ ترلاسه کولو په پروژه کې لګولې. د پلټنې ادارې په وينا په ۱۳۹۶ کال کې ارګ، اجرایه ریاست، ملي امنیت رياست او سيمه یيزو ارګانونو ادارې نژدې اته سوه ميليونه افغانۍ تر منظور شويو پیسو ډېرې لګولي دي. د پلټنې عالي اداره یوه له خپلواکو ادارو ده چې يوازې ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسي جرګې ته ځواب وایي، دوی په خپل راپور کې همدارنګه ویلي، تېر کال ۹۲ په سلو کې عادي او ۶۷ په سلو کې پرمختيايي بوديجه لګول شوې ده.