په چين کې د افغانستان پخواني لوی سفير او د دواړو هېوادونو د دوستۍ ټولنې رئيس سلطان احمد بهين په خپل کاري ژوند کې له چين سره ټينګې اړيکې ساتلې دي.
هغه څه موده مخکې د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو د مرکز د پښتو څانګې له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په مناسبت د دغه هېواد وګړو ته مبارکي وويله.
ښاغلي سلطان احمد بهين څو ورځې مخکې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې د نمانځنې په پار د سولې او ګډو بحثونو تر عنوان لاندې سمينار کې ګډون کړی و او هغه په دې اړه وويل:
((ماته د افتخار زای ده چی په چین کی د افغانستان د پخوانی سفیر په توگه د دغه جلسه د لارشود په توگه دنده لرله. ټول گدون وال په دی باوری و چی د چین د کمونست گوند تجربی ، په خاص دول د یو لوی هیواد رهبری، داقتصادی نظام په جورښت کی د ټولو هیوادو لپاره ګټور دی. افغانستان اوسمهال د ثابت سياست او اقتصاد د بيا جوړېدو په حال کې دی، نو د چين د کمونېست ګوند د حکومتوالۍ او واکمنۍ نظريې په خاصه توگه زمونز هیواد ته ډېر اهميت لري.))
ښاغلی سلطان احمد بهين له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې په چين کې د افغانستان لوی سفير و او وروسته یې هم چين ته ډېر سفرونه کړي او د دغه هيواد د پرمختګ او بدلونونو په هکله ژور احساس لري، په تېره بيا د چين کمونېست ګوند او د خلکو تر منځ د اړيکو په اړه ژورې نظريې لري. هغه وايي:
((د چین د کمونست گوند بریا پدی کی دی چی د خلکو سره نژدی اریکی لری. د خلکو نه زده کړه کوی او د خلکو په خدکت کی دی. د کمونست گوند علمی لارښوونه او د یو سالم پالیسی په نتیجه کی چین داسی پر مختگ یی کریده چی تول جهان ورته حیران دی. په دیرشو کلونو کی د یو فقیر هیواد د دوهم جهانی اقتصاد ته رسیدل ، معجزی شان ته ده. موږ افغانان پدی خوشحال یو چی دچین غوندی یو هیواد سره په همسایگی کی یو چی په افغانستان کی سوله غواری او دسولی په خاطر د هیتس دول مرسته نه سپموی.))
ښاغلی سلطان احمد بهين په چين کې د افغانستان د لوی سفير په توګه کار کړی او د ماموريت په موده کې يې په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره کار کړی دی. هغه د لوی سفير له دندې وروسته د چين او افغانستان د دوستۍ ټولنې د رئيس دنده پيل کړه او اوس هر وخت هڅې کوي، چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ ټينګښت لپاره کارونه تر سره کړي. هغه وويل:
((زه دیره خوشحال یم چی په چین کی دافغانستان دسفیر په توگه می دنده تر سره کریده. زما دکار په وخت کی زمونز په روابطو کی ژور بدلون راغی. اوس مونژ د دغه ستر هیواد ستراتیژیک عالی روابط لرو. اوس د افغانستان ځوانان د چین په هکله زیات معلومات لري،. تجارت مو دیر پرمختگ کریده او د چین خلک افغان خلکو ته په مختلفو ساحو مرسته کوی.))