د سولې د عالي شورا رییس کريم خليلي وايي، دغه شورا د هرې هغې هڅې هرکلی کوي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ سبب شي. کریم خليلي نن په کابل کې د سولې د ولايتي کمېټو ملي کنفرانس ته خبرې کولې. نوموړي وویل، سوله د افغانانو ستره هیله ده او د سولې عالي شورا دې هدف ته د رسېدو لپاره له ټولو امکاناتو استفاده کوي. نوموړي وویل، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې د افغانستان د سولې لپاره ترسره کېږي. کریم خلیلي زیاته کړه، په هېواد کې روانه جګړه یوازې د افغانانو د تباهۍ جګړه ده او له دواړو لورو افغانان پکې وژل کېږي. هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې په برخه کې د افغان حکومت بې ساري وړاندیزونو ته د هو ځواب ووايي او په دې توګه روانه اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسوی.



































