د چين رهبر شي جين پينګ نن د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په لمانځغونډه کې اعلان وکړ، چې چين په هراړخيزه توګه شتمنه ټولنه جوړه کړې ده.
نوموړي وويل، چينايانو د چين د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې تر وسې پورې کوښښونه او هڅې کړې او هراړخيزه شتمنه ټولنه يې جوړه کړې ده. ده وویل، چين اوس د عصري سوسياليستي پياوړي هېواد د جوړېدو پر لوري روان دی. دا د چيني ملت، چينايانو او د چين د کمونېست ګوند ستر وياړ دی.






































