په کاناډا کې د هوا د سخت ګرموالي له امله لسګونه کسان وژل شوي دي. د کاناډا روغتیايي چارواکي وايي چې د ګرمۍ په موسم کې له بېلو ایالتونو ۴۸۶ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. پرون په دغه هېوا کې د تودوخې درجه ۴۹.۷ وه چې د یاد هېواد په تاریخ کې بې مخینې ګڼل کېږي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو روان وضعیت اندېښمنوونکی بللی او پر خلکو یې غږ کړی دی چې ټول اړین تدابیر به پام کې ونیسي او له یو بل سره د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. هغه همدا راز پر نړیواله کچه د اقلیم د بدلون په مسئله کې د نړیوالو همکاري غوښتې ده او په خبره یې که وضعیت همداسې روان وي نو بشریت له یوه نوي ګواښ سره د مخ کېدو په حال کې دی.






































