د چين ولسمشر ددغه هېواد د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې وويل، چينايان د عدالت درناوي کوي او له زورواکۍ يا ځورونې څخه نه وېرېږي.
چيني ملت لوړ وياړ او باور لري. د چين خلکو هېڅ وخت نور نه دي ځورولي، څوک يې نه دي ځپلي او نه يې هم غلامۍ ته مجبور کړي دي.
دغه حالت نه پخوا و، نه اوس شته او نه به په راتلونکی کې رامنځ ته شي.
په عين وخت کې د چين خلک به هېڅ بهرني ځواک ته اجازه ورنه کړي چې موږ وځپي. که څوک دا بدنيت لري، چې غواړي چينايان وځوروي يا يې وځپي، نو هرومرو به د 1.4 ميليارډو چينايانو د دفاع پر وړاندې ماتې خوري.






































