د پاکستان پوځ ویلي چې وړمه شپه په جنوبي وزیرستان کې د دریو پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته په شمالي وزیرستان کې هم د پوځ پر پوسته د ډېورنډ فرضي کرښې له دې غاړې برید شوی دی چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې پوځیانو یې بریدګرو ته کوټلی ځواب ویلی دی چې یو شمېر وسله وال یې وژلي هم دي خو کره شمېر یې معالوم نه دی. افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته پر پاکستاني پوځیانو بریدونه ډېر شوي چې په پایله کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.






































