معتبرو حکومتي سرچينو د قومندان علي پور د نيول کيدو خبر تاييد کړی دی، نوموړی نن د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په کابل ښار کې نیول شوی دی. پر نوموړي تور دی، چې د غیر مسولو وسله والو مشري یې کوله او ملکي وګړو ته یې زیانونه اړولي دي. ویل کېږي چې هغه له څه مودې راهیسې د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې و. قومندان علي پور په شمشیر مشهور و او د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.




































