د ولسي جرګې غړي په کابل ښار کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو پر زیاتوالي اندېښنه ښيي او وایي، حکومت باید کشفي ارګانونه پیاوړي کړي. د کابل د عالمانو د شورا رییس له ترور کېدو سره سم د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وایي، په افغانستان کې بېلابېلې ترهګریزې ډلې فعالیت کوي چې حکومت یې باید په پېژندنه کې جدي ګامونه پورته کړي. د یاد کمیسیون رییس وایي، دا په رښتیا د اندېښنې وړ ده، کوم بریدونه چې پر عامو خلکو کېږي، ډېری ترهګریزې ډلې شته چې د طالبانو په نوم فعالیت کوي، خو طالبان نه دي. هغه وویل چې حکومت باید خپل کشفي ارګانونه پیاوړي کړي څو ترهګر موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیسي. دا اندېښنې په داسې حال کې را برسېره کېږي چې تېره ورځ په کابل کې د کابل علماوو شورا رییس مولوي عبدالبصیر حقاني د ښار په اوومه ناحیه کې ووژل شو.



































