د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما وایي، مرستدویه ټولنې به یې په افغانستان کې وي او د دې هېواد وګړو ته به خپلې مرستې رسوي. یوناما ویلي، چې ملکي ماموریت به یې چې د سولې د هڅو، د ټولو افغانانو د حقونو پر ملاتړ او میلیونونو خلکو ته د ژوند ژغورنې د بشر دوستانه مرستو پر رسولو متمرکز دی، پای ته ونه رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو او د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره دا اندېښنې زیاتې شوي چې ښایي میلیونونو افغانانو ته چې سختو مرستو ته اړ دي، لازمې مرستې ونه رسېږي.



































