د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. دغه راز هلمند کې د ايمرجنسي روغتون يو کارکوونکي وويل چې له يادې پېښې دوى ته دوه جسدونه او ١٤ ټپيان انتقال شوي دي. په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل چې په ياده پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي. هغه وايي، طالبان په دې کور کې پټ شوي وو، له هغه ځايه يې پر امنيتي ځواکونو ډزې کړې، نو ځکه دغه پېښه رامنځته شوې ده. د ځواک د معلوماتو له مخې، د ملي اردو ځواکونو په دې سيمه کې چاڼيز عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.




































