د کابل په دشت برچي سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا د قومندان علي پور (قومندان شمشېر) د نیونې په غبرګون کې یو شمېر کسانو لاریون کړی دی. د کابل امنیه قومندان، سید محمد روشندل وايي، لاریون کوونکو پر پولیسو ډزې کړې دي او په سیمه کې یې د پولیسو ځینو پوستو ته اور هم اچولی دی.




































