د قبرص چارواکو له ملګرو ملتونو غوښتي چې ددغه اور د کنټرول په برخه کې همکاري ورسره وکړي. قبرصي چارواکو ویلي چې د اورلګېدنې لمن په ځنګلي سیمو کې د چټکې پراختیا په حال کې ده او ددې احتمال شته چې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړوي. دمګړی اور په ځينو برخو کې ان څلوېښت کیلومتره مربع سیمه نیولې ده. ددې اورلګېدنې لامل د هوا ګرموالی ښودلی شوی دی. تر دې وړاندې په کاناډا کې هم په ځینو لرو کلیو او ځنګلي سیمو کې د ګرمۍ له امله د اورلګېدنې راپورونه ورکړل شوي دي. قبرص بیا وایي چې تازه اورلګېدنه ددغه هېواد په تاریخ کې بې مخینې ده.






































