د کابل د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، د غیر مسوولو وسله والو د قوماندان علي پور د نیولو په غبرګون کې لاريونوالو پر پوليسو ډزې کړې او پر عامه تاسيساتو يې بريدونه کړي دي.
د کابل امنیه قوماندان سیدمحمد روشندل وايي چې د لاريونوالو په بريدونو کې ۲۳ پولیس ټپیان شوي دي.
روشندل زياتوي: «تر اوسه زموږ درې تنه پولیس په مرمیو ټپیان شوي او ۲۰ تنه نور پولیس د تېږو او لرګیو په وارونو کې ټپیان شوي دي، د پولیسو تاسیساتو ته هم دوی اور چولی دی چې د ټرافیکو غرفې دي، د پولیسو د پیره دارۍ محلات او نظامي وسایط دي».
روشندل پر پولیسو او نظامي تاسیساتو د یادو کسانو بريدونه د قانون خلاف بللي دي.
د کورنیو چارو وزارت قوماندان علي پور یو غیر مسوول قوماندان بللی دی. امنیتي ځواکونو تر دې مخکې هم په غور ولایت کې د نوموړي د نیولو په موخه عملیات وکړل چې پرمهال یې څلور پولیس او اته ملکي وګړي ووژل شول، خو خپله علي پور وتښتېد.
علي پور وروسته په وردګو کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال وویل چې حکومت يې د نیولو توان نه لري.
د ملي یووالي حکومت د اجراییه ریاست دويم مرستیال محمد محقق په یوه اعلامیه کې د علي پور نیونه یو «غیر مسوولانه او لمسونکی» کار بللی.
نوموړي له حکومته د علي پور د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.




































