د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، په بلخ ولایت کې د ١٠٦ ميليونو افغانيو په لګښت اته کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
چارواکي وايي، پر دې اتو کرنيزو کانالونو ټولټال ۱۰۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د یاد وزارت په کروندو کې د اوبو د تنظیم له خوا ورکړل شوې دي.
د بلخ ولایت د کرنې رييس محمدسالم ساعي وايي، دغه کانالونه به په بېلابېلو سيمو کې ۲۵ زره جرېبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او درې زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
نوموړي دغه راز ویلي، د دغو کانالونو په جوړېدو سره د اوبو د ضايعاتو مخه نیول شوې او همدا راز له دغو کانالونو څخه په استفادې به د حاصلاتو کیفیت ښه او کچه به یې زياته شي.