د سږ کال د جولای لومړۍ نېټه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له سلمې کليزې سره برابره ده. له ۱۹۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې سل کلنو کوښښونو ته په کتو، د چين کمونېست ګوند د چينايانو په رهبرۍ مختلفې ستونزې له منځه وړي او برياليتوبونه يې تر لاسه کړي؛ له همدې امله يې د خلکو ټينګ ملاتړ تر لاسه کړی دی. د چين کمونېست ګوند له ۹۵ ميليونه زيات غړي لري او د نړۍ لومړی لوی ګوند دی.
پوښتنه پیدا کېږي چې ولې دغه ګوند د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟ موږ د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ له خبرو څخه د دغه پوښتني اړوند معلومات تر لاسه کولای شو.
د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۳۱مه چې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس له پای ته رسيدو څخه يوازې يوه اونۍ تېره شوې وه چي د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د نوی سياسي بيورو غړو د شي جين پينګ په مشرۍ د ګوند د لومړي ملي کانګرس د جوړېدو ځايونو شانګهای او جيا شينګ ته ولاړل او هلته يې د ګوند د جوړېدو تاريخ ته بيا کتنه وکړه. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند په دې ځای کې جوړ شوی، له دې ځای څخه يې پرمختګ موندلی او وروسته يې قدرت جوړ کړی دی. هغه وویل، پرمختګ نه ختمېدونکی او بې پايه دی او په دې جريان کې د چين د کمونېست ګوند غړيو لومړنۍ موخه نه بدلېدونکې ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ څو ځلې د دغه ګوند د غړو لومړنۍ موخه ياده کړه.
پر لومړنې موخې ټينګار کول او دوامداره کوښښ کول اسانه کار نه دی. شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د چين کمونېست ګوند بايد ستونزو ته په خلاصو سترګو وګوري او په شعوري توګه دې د ګوند داخلي اصلاحاتو ته پرمختګ ورکړي. نوموړي وويل، چې يو ځواکمن او پياوړی سياسي ګوند بايد د خپل ځان د اصلاحاتو له لارې آباد شي.
په ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا وبا پر وړاندې چيني ملت د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې په څه باندې اتو مياشتو کې د دغه وبا ضد مبارزه کې مهم برياليتوب تر لاسه کړی. نړۍ د چين له تجربو څخه دا ليدلې چې د چين کمونېست ګوند د مشرۍ پياوړی قوت لري. شي جين پينګ وويل، چې موږ بايد په هره بيه د خلکو ژوند او خونديتوب وساتو، ځکه د چين د کمونېست ګوند اصلي موخه د خلکو لپاره خدمت کول دي.
شي جين پينګ د ګوند د غړو د اصلي موخې په اړه داسې ویلي: ((د چين د کمونېست ګوند هر غړي چې د ماموريت دنده يې څومره لوړ وي، د خلکو خدمتګر دی.)) هغه همدا راز ویلي: ((د چين کمونېست ګوند د خلکو لپاره د خدمت کولو او د خلکو د چارو د تر سره کولو په موخه جوړ شوی. د خلکو نيکمرغي او خوشحالي د دغه ګوند چارې دي.))
د روان کال په فبرورۍ کې په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو مبارزه بريالۍ شوه چې د دغه هېواد په کليو کې ۹۸ ميليونه او ۹۹۰ زره بېوزله کسان له غريبۍ څخه وتلي دي. شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د چين کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کليزې په لمانځغونډه کې اعلان وکړ، چې چين د شتمنې ټولنې په جوړېدو کې بريالی شو.
ولې د چين کمونېست ګوند د حيرانتيا وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي؟
د چين کمونېست ګوند د پرمختګ په لاره کې پر لومړنې او اصلي موخې ټينګار کړی او د دې موخې د پوره کولو لپاره يې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي. دغه لومړنې موخه د چين د کمونېست ګوند غړو د دوامداره پرمختګ عمده خوځنده قوت دی.