د هند لومړي وزیر د کرونا د ناسم مدیریت له امله د خپلې کابینې دوولس وزیران له دندو ګوښه کړي دي. هندي رسنۍ وایي چې په دې ډله کې د هند د روغتیا وزیر هم شامل دی. هند یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی. معلومات ښيي چې د کرونا د تازه پېښو له پام وړ کمېدو سره سره بیا هم هره ورځ شاوخوا زر کسان ددغه ویروس له امله مري. هند یو له ګڼ مېشتو هېوادونو دی چې د کرونا ضد واکسینو وېش به پکې ډېر وخت ونیسي. هندی حکومت وایي چې اوس هم په ورځ کې اته میلیونه کسانو ته د کرونا ضد واکسین وېشي.






































