په کابل کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه تېره شپه پای ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې تېره ورځ ماسپښین مهال د کابل ښار هزاره مېشته وګړو د یوه غیر مسوول وسله وال قومندان علي پور د نیولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل. دوی غوښتل چې حکومت دې ژر تر ژره دغه قومندان خوشی کړي. خو امنیتي ادارې وایي چې هغه یو غیر مسوول وسله وال دی چې فعالیتونه یې تر ډېره د بشري حقونو ضد او له تاوتریخوالي ډک وو. قومندان علي پور له څه مودې راهیسې د افغان ځواکونو تر تعقیب لاندې و، خو تېره ورځ په کابل ښار کې ونیول شو. ورسره جوخت د کابل هزاره مېشتو وګړو لاریونونه پيل کړل، چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لاریون کوونکو پولیس ووهل، پوستو او د پولیسو موټرونو ته یې اور ورته کړ. دوی په ټول کابل ښار کې ډزې کولې او د ښار نظم یې ګډوډ کړ. لاریون پای ته رسېدلی، خو یو شمېر لاریون کوونکو بیا ویلي، چې دوی د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې تیاری نیسي او ښایي نن بیا په کابل کې لاریون وکړي.



































