د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د اندېښنې وړ بللی دی. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې او خونړۍ پېښې ډېرې شوې دي. ددغه سازمان مشر یوسف العثمین وایي، دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام غندي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ بولي. دده په خبره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بلل شوې ده او د نړۍ ټولو اسلامي علماوو په دغه هېواد کې د سولې پر خبرو ټینګار کړی دی. نوموړي پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې سولې ته غاړه کېږدي او په جوماتونو، عامه ځایونو او عامو وګړو باندې وحشتناک او غیر انساني بریدونه ودروي.



































