د ایران د کرمانشاه ولایت په ګډون لوېدیځو سیمو کې سخته زلزله شوې، چې له امله یې تر پنځوسوو ډېر کسان ژوبل شوي دي. ژوبل کسان په دریو ښارونو سرپل ذهاب، لوېدیځ ګيلان او قصر شیرین کې دي. د ایران د زلزلپوهنې مرکز دا زلزله ۶،۴ درجې ښيي او وايي، مرکز یې له سرپل ذهاب ۱۷ کیلومتره او له قصر شیرین ۱۸ کیلومتره لرې و او ژوروالی یې هم ۷ کیلومتره ښودلی شوی دی. دا زلزله د ایران په کرمانشاه، ایلام او لرستان ولایتونو، تبرېز او ارومیه ښارونو او د عراق په پلازمېنه بغداد کې هم احساس شوې او خلک یې وېرولي دي. د زلزلې د بیا کېدو له وېرې خلک سړکونو ته وتلی دي. د ایران د بېړنیو چارو اداره د کرمانشاه د ټپیانو شمېر ۵۵۳ یادوي. یو کال مخکې هم دغه مهال کرمانشاه او ور څېرمه سیمو کې زلزله شوې وه، چې له امله یې څلور سوه کسان وژل شوي او تر اوو زرو ټپیان وو.