ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د جنیوا په کنفزانس کې د ګډون په موخه سویس هېواد ته ولاړ. ولسمشر غني به د کنفرانس په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا ترڅنګ د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو سره دوه اړخیزې کتنې ولري. ویل کېږي چې، په دغه کنفرانس کې به له افغانستان سره د نړیوالو مرستو او له نړیوالو سره د افغان حکومت د ژمنو په اړه بحثونه کېږي.



































