په فراه کې د طالبانو په یوه کمین کې ۱۵ افغان پولیس او افسران وژل شوي دي. د فراه د امنیتي چارواکو په وینا، پولیسو ته دا تلفات پرون ناوخته د لاش جوین ولسوالۍ او فراه ښار ترمنځ لویه لار کې اوښتې دي. چارواکو ویلي دي چې په وژل شوېو کې د لاش جوین ولسوالۍ امنيه قوماندان او د فراه د امنیه قوماندانۍ د اوپراسیون امر هم شامل دي. ځنیو رسنیو بیا د وژل شویو پولیسو شمېر شل یاد کړی دی. طالبانو هم ادعا کړې ده چې په دې برید کې يې شل پولیس وژلي دي.



































