ولسمشر غني د نړیوال بانک د اسیايي برخې له مرستیال هارټ ويک شېفر سره خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت او د نړیوال بانک پر همکاریو خبرې شوې دي. ولسمشر غني ویلي چې د جګړو او وچکالۍ له امله افغانان له پراخو ستونزو او سختیو سره مخ دي نو له همدې امله د نړیوال بانک په څېر نړیوالو بنسټونو ته په کار ده چې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. نړیوال بانک ویلي چې دوی پر خپلو ژمنو ولاړ دي، تل یې په اړینو مواردو کې مرستې کړې دي او هڅه کوي په خپلو راتلونکو غونډو کې اړمنو افغانانو ته د مرستې رسونې پر څرنګوالي خبرې وشي. نړیوال بانک همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به یې په بېلو برخو کې پروژې روانې وي.



































