په کابل، دایکنډي، بامیان، بلخ، غزني او هرات ولایتونو کې یو ځل بیا د قومندان علي پور د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه شوي دي او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي. د راپورونو له مخې لاریونوالو یو ځل بیا په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او د کابل په اونچي باغبانان سیمه کې یې د شپږمې حوزې اړوند، د پل خشک په نامه د پولیسو پوستې ته اور ورته کړی دی. د راپورونو له مخې د کابل په ۶، ۱۳، او ۱۸ مه حوزه کې لا هم لاریونونه دوام لري.



































