د ملي امنیت لوی ریاست د قومندان علي پور د نیول کېدو د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی یې له ځمک لرونکو نه د باج اخیستنې، د وسلو د تجارت، د غیر مسوولو وسله والو د ملاتړ او د ملکي وګړو د ځورونې په تور نیولی دی. ملي امنیت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې علي پور یې یو ځل مخکې هم د روان کال د تلې میاشتې په ۱۳ او ۱۴ مه نیټه د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په اسد اباد کلي کې له خپلو ملګرو سره کلابند کړ، خو له دې امله چې ملکي وګړي زیانمن نه شي محاصره یې ماته او نوموړی له یادې سیمې وتښتېد. اعلامیه کاږي چې علي پور د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۴مه په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا نیول شوی دی. اعلامیه وایي چې پر هغه د لګېدلو تورونو په اړه سپیناوی د محاکمو کار دی نه د نوموړي د کورنۍ، دوستانو او عادي وګړو. د ملي امنیت په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې د امنیتي ارګانونو دنده د قانون حاکمیت دی او له هغو ډلو او افرادو سره چې له قانونه سرغړونه کوي ورسره به جدي قانوني چلند وشي.



































