په میدان وردګو ولایت کې لاریونوالو د قومندان علي پور د محاکمې غوښتنه کړې ده. دوی چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېږي پر حکومت یې غږ کړی چې د علي پور په ګډون دې ټول هغه کسان محاکمه کړي چې خلک ځوروي او په قانون ماتونو کې لاس لري. په ورته وخت کې په دایکنډي کې بیا د نوموړي په ملاتړ لاریونونه شوي او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې. اعتراض کوونکو د ولایت مقام دروازه تړلې او ګواښ یې کړی چې څو پورې علي پور نه وي خوشې شوی، هیچا ته به د دروازې د خلاصولو اجازه ورنه کړي. د سیمه ییزو پولیسو قومندان علي پور پرون په کابل کې د ملي امنیت ځواکونو لخوا ونیول شو. نوموړی د غیر قانوني وسله والو پر ملاتړ، د وسلو په غیر قانوني تجارت او د خلکو په ځورونه تورن دی.



































