د روغتیایي متخصصینو یو تازه راپور په ډاګه کوي چې په هند کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر تر هغه لس برابره لوړ دی چې د هند حکومت یې اعلانوي. یاد راپور چې د هندي حکومت د پخواني اقتصادي سلاکار ارویند سوبرامینیان او یو شمېر نورو روغتیایي متخصصینو له لوري خپور شوی دی پکې راغلي چې په هند کې د دغه ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ټکان ورکوونکی دی. راپور کې وړاندې راغلي چې ښایي په هند کې د کرونا وبا له امله څلور میلیونه او اووه لکه کسان مړه شوي وي. د هند حکومت دا راپور رد کړی او له حقیقته یې لرې بللی دی.






































