په کابل کې د برېټانیا سفارت اعلان کړی چې یاد هېواد به په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره ۲۵ میلیونه پونډ مرسته وکړي. د برېټانیا سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته به له هغو کسانو سره وکړي چې په روان کال کې د وچکالۍ له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او اوس بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري. اعلامیه کاږي، دا مرسته له هغې ۱۰ میلیوني مرستې بیله ده چې د روان کال په پیل کې یې په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې روان کال کې د هېواد ۲۰ ولایتونه سختي وچکالۍ وځپل او له امله یې زرګونه خلک له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شول. د راپورونو له مخې اوسمهال د وچکالۍ له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر تر ۲ سوه زره اوښتی دی.




































