د القاعده شبکې شپږ غړي پرون په یمن کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي. عراقي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وایي، دا پېښه په البیده ولایت کې شوې ده. دوی ویلي، د القاعده دوه سیمه ییز مشران او څلور وسله وال وژل شوي دي. د چارواکو په خبره امریکایي پوځیان په دوامداره توګه په ډرون بریدونو سره په یمن کې د القاعده شبکې وسله وال په نښه کوي. القاعده شبکې په یمن کې د حوثیانو او حکومت تر منځ له جګړې نه د ځان په ګټه کار اخیستی او لا یې خپلې لیکې پیاوړې کړې دي.



































