د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین اختر محمد ابراهیمي وایي د افغانستان خلک روانو بې بندوباریو تر پوزې راوستي او له خپلو امنیتي ځواکونو دا تمه لري چې د ټولو هغو کسانو پر وړاندې اقدامات وکړي چې د خلکو په ځورونه تورن دي او له هغوی په غیر قانوني توګه باج اخلي. ابراهیمي چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، امنیتي ځواکونو به هیڅکله داسې اقدام ونه کړي چې هغه د افغانستان د خلکو ملي وحدت زیانمن کړي. نوموړي د علي پور نیول کېدو ته په اشارې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به له قانون سره سم د ټولو هغو کسانو پر وړاندې اقدامات وکړي چې په قانون ماتونه تورن دي. هغه زیاته کړه لاریون کوونکو له هغو وسلو په استفادې پر پولیسو برید کړی چې دوی د جوماتونو د ساتلو لپاره ورکړې وې. په ورته وخت کې د ملي ځواکونو لوی درستیز محمد شریف یفتلي وویل، علي پور نیول شوی دی او له څېړنو وروسته که چېرې پر نوموړي پورې شوي تورونه ثابت شي نو د خپل عمل په سزا او که نه نو بې له کوم قید او شرط پرته به خوشی شي. دا په داسې حال کې ده چې د سیمه ییزو پولیسو قومندان او په قانون ماتونه تورن علي پور پرون په کابل کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو چې نیول کېدو یې د هزاره قوم پراخ غبرګونونه را پارول او له تاوتریخوالي په ډکو لاریونونو یې لاس پورې کړ. د کورنیو چارو وزرات د معلوماتو له مخې له پرون راهیسې تر ننه د کابل په لاریونونو کې ۴ تنه پولیس وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان دي.



































