دوشنبه, جولای 27, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یو اېن اېف پي اې: د ختیځ افغانستان سېلاب‌ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

    یونیسف؛ په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو خبر ورکړی

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

امریکا سوله غواړي که جګړه؟

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

جولای 28, 2021
in لیکنې
0 0

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. د ده په خبره، د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او د دې ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي. لویډ آسټین یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په ګډون، په کابل کې د امریکا سفیر، د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي او ډېرو نورو امریکایي بنسټونو له طالبانو سره د دوحې هوکړې د اساسي  مفاداتو په خلاف چې دوی حق نه لري د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا پر افغانانو د خپلو استعمارې شرایطو د تپلو له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې د کوم چا، څه او  لوري ملاتړ وکړي.

امریکایانو یوازې په دې هم بسنه ونه کړه؛ بلکې د اوضاع د پېچلي کولو په موخه یې اروپايي ټولنه او ډېر نور استعماري متحدین وړمه ورځ په روم کې راټول کړل او د سولې وروسته افغانستان په باب یې، چې په قوي او واقعي احتمال سره طالبان به یوځل بیا د ولس په غوښتنه د  یوازیني مشروع او بالقوه افغان غاړې په توګه د سیاست او حکومت مسوولیت به اخلي، داسې پنځه ګونې شرایط کېښودل چې له افغانانو د خپلي ملي آرادې د تمثیل او پخپله خوښه د یوه سوچه اسلامي او افغاني نظام د رامنځته کولو فرصت غلا کوي او د سیاسي او اقتصادي ګواښونو له لارې په لوی لاس د  یوې نوې نیابتي، کرایي او پردۍ جګړې امکانات ډېروي.

د بېلګې په توګه، په دغه پنځه ګونو شرایطو کې یو هم د پراخې سیاسي مشرتابه تر عنوان لاندې له ډلو ټپلو څخه لکه د مجاهدینو حکومت ته ورته یو ګډوله حکومت جوړول، چې د بدنامو ټاکنو او سیاسي- ټولنیز نفاق له لارې به رامنځته  کیږي.

هغه چاره چې په یو ډول د تېر ۲۰ کلن امریکایي استعماري مزل دوام خوندي کوي او  په دویم او درېیم ګام کې شدیدې کورنۍ بی ثباتۍ او انارشیزم ته د لارې له برابرولو سره سم طالبان له خپلو ارمانونو او ایډیالونو څخه راګرځوي، په ګوندي جنجالونو کې یې ښکېلوي، بهرنۍ لاسوهنې حتمي کوي او طالبان د دې پر ځای چې د یوه منظم، هدف محوره او ستراتیژیک افغاني ریفورم لاره لنډه کړي، د نږدې سلو کالو سیاسي نظام او حکومت  کاواکه او پیکه شتون جبران کړي او  په لویه کې بهرنۍ لاسوهنې ختمې، افغانان په یوه ټغر راټول او د سیاسي- اقتصادي اصلاحاتو له لارې د ولس رضایت او د نظام پایښت خوندي کړای شي، په بې مانا سرخوږیو او ناپایه کشالو کې راګیروي.

ځکه هم  په تېره اونۍ کې د ټولو د توقع خلاف په داسې حال کې چې په بین الافغاني خبرو کې طالبانو د بُن‌بست ماتولو په پار له ښکېلو جهتونو سره د لویې کچې مذاکرات وکړل، مګر امریکایانو په ځواب کې په کندهار او هلمند کې د خپل امپرالیستي عادت له مخې چې وحشت، فساد، فتنه، شرارت او  قتل عام دی، بې رحمانه او وحشیانه بمباري او چنګیزي جنایتونه وکړل. هغه وحشتونه چې اشرف غني وستایل او  له بایډن سره په وروستۍ ټلیفوني مکالمه کې یې د لا ډېرولو او افغان وژلو په پار وهڅول.

د دې ټولو جګړه مارو، جګړه پالو او سولې ضد هڅو او منظمو امریکایي شرارتونو سربېره، امریکا د اربکیانو، ملېشو او  پاټکونو جوړونکي جګړه ماران او هغوی چې دوی یې د خپلو رسمي منابعو او ادرسونو له درکه جنګسالاران او د بشري حقونو ستر، مستند او  رسوا ناقضین ګڼي هم د کورنۍ جګړې له پاټک جوړولو راونه ګرځول، د هغوی په بدنامه پرون او ککړه نن یې سترګې پټې کړلې او  حتی کله یې هم د دغه ډول ثبات او نظام ضد کړیو د فعالیتونو اړوند ساده اندېښنه هم ونښوده.

اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ  په ارګ کې، په دویمه ورځ د کمانډو عسکرو  په مرکز کې او په درېیمه ورځ د اردو په یوه چوڼۍ کې د جګړې پرله‌پسي اعلانونه وکړل، د ۳ تر ۶ میاشتو  جګړه ییزه طرحه یې اعلان کړه او د ۳۵۰۰ طالبانو د وژلو ادعاوې یې وکړې، مګر امریکایانو په دې اړه نه یوازې کوم  غبرګون  ونه ښود، بلکې په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې د حکومت هغو ریشخند او درواغو تبلیغاتو څخه ملاتړ وکړ او په هغه اړوند یې شدید  دریځ ونیو، چې ګواکې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې مرګوني وژنې روانې دي.

همدا اوس لګیا دي د طالبانو د بار بار خبرداریو، غبرګونونو او د افغان  ولس د اندېښنو  په خلاف له تورکانو سره معاملې کوي، غواړي هغوی د افغانستان اشغال ته وهڅوي او په لویه کې د تورکانو په لباس کې په افغانستان، سیمه او نیمه نړۍ کې د افغانستان له خاورې شریرانه لاسوهنې وکړي،  خپلې کرغېړنې لوبې مخته یوسي او له همدې لارې لکه د عراق او سوریې غوندې د افغانستان په کورنیو مسئلو کې رول ولوبوي، ډلې ټپلې حمایه کړي، افغانستان د بې ثباتۍ، کورنۍ جګړې او حتی تجزیې تر درشل ورسوي.

کوم چې ښه بېلګه یې د خپل لاسپوڅي او ګړنګ په غاړه مفکر او ټامیانو د نامشروع، بدنام، لوېدلي، منزوي او بلچاري حکومت سره د بایډن له اړخه د ۳،۳ میلیارده ډالرو پیسو او وسلو مرستې ته د ټټر وهل دي.

زه په داسې شرایطو کې په افغان ولس غږ کوم چې د خپلې تاریخي داعیې سولې او اسلامي نظام څخه بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي، ولس پلوه او استعمار ضد سیاسي فعالان او ځوان کهول باید د ولس  تر څنګ ودریږي، نور ونه غولیږي او د هېواد له تاریخي دریځ سولې او اسلامي نظام چې د ګران افغانستان د سل کلن ثبات کیلي دي، ورڅخه دې په نره او  جرئت ملاتړ وکړي، خپل غبرګونونه دې په هېواد کې دننه او بهر کې تنظیم کړي او که غواړي چې امریکا، متحدین او کرایي بړیڅان یې مختورن شي، نو له طالب ګټلي یون سره دې چې خپلواکي، آزادي، سوله او ثبات دی، بې ریا همکاري وکړي.

Share6Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ له لويز لولا سره ټلیفوني خبرې وکړې

جولای 27, 2026

پيټر پيليګريني چين ته ورسېد

جولای 27, 2026
Screenshot

پاپوا نوي ګيني د تای بې د اقتصادي چارو دفتر وتاړه

جولای 27, 2026

د چین د جینګ ده جن د خټو لوښي تاریخي پاتې شوني د نړیوال میراث لېست کې شامل شول

جولای 27, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In