لاریون کوونکو د حکومت وسلې د حکومت پر وړاندې وکارولې.
د ولسي جرګې غړي وایي، هزاره توکمو لاریونوالو د پوليسو پر وړاندې هغه وسلې کارولې دي چې حکومت پخپله ورکړې وې.
د ولسي جرګې غړې ارین یون د یادې جرګې د پرونۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت د عاشورا ورځې د امنیت تر نامه لاندې کابل کې هزاره مېشتو وګړو ته وسلې وېشلې وې.
د نوموړې په خبره دغه وسلې بېرته ټولې نه شوې او له همدې وسلو په استفادې، لاریون کوونکو په کابل ښار کې ډزې کولې او د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی و.
نوموړې له حکومته وغوښتل چې د یوه منظم پلان له مخې دې په کابل او شاوخوا سیمو کې له ټولو کسانو وسلې راټولې کړي او هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې له دې وسلو یې ناسمه استفاده کړې ده. د ولسي جرګې ډېرو نورو غړو هم د هزاره لاريون کوونکو کړنې وغندلې او هغه یې د حکومت پر وړاندې ښکاره بغاوت وباله. د ولسي جرګې غړو حکومت هم د ورته وضعیت په کنټرول کې ناکام وباله او پر امنیتي ارګانونو یې سختې نیوکې وکړې. دوی پر حکومت یې غږ وکړ چې که د غیر مسوولو وسله والو نیول شوی قومندان علي پور مجرم وي، نو ژر تر ژره یې دې محاکمه کړي.
د غیر مسوولو وسله والو قومندان علي پور چې په جنګي جنایتونو تورن دی، وړمه ورځ د ملي امنیت ځواکونو له لوري په کابل ښار کې ونیول شو. په کابل کې هزاره مېشتو وګړو د دې پېښې په غبرګون کې د لاریون تر نامه لاندې په کابل ښار کې ګډوډي جوړه کړه او خلکو ته یې مالي زیانونه واړول.
پرون هم د کابل ښار د میرویس میدان او دشت برچي سیمو په شاوخوا کې د ډزو غږونه اورېدل کېدل او هټۍ تړلې وې.



































