د اګست لومړۍ نيټه د چين د ازادۍ بخښونکي پوځ د جوړېدو له ورځې سره برابره ده. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جولای په ۳۰ مه نېټه د دې ورځې په مناسبت يوه مهمه وينا کې وويل چې غښتلی چين بايد يو قوي پوځ ولري، يوازې چي پوځ قوي وي، زمونږ په هېواد کې به ملي امنیت تأمين وي.
رښتيا ده چې هغه د چين له پوځ سره ځانګړې مينه لري.
د ۱۹۵۳ کال په جون میاشت کي شي جين پينګ په يوه داسې کورنۍ کې زېږېدلی و چې پلار يې د نوي چين تر جوړېدو وروسته د اوږدې مودې لپاره د چين په پوځ کې کار کاوه. هغه له ماشومتوبه د يو في، چي جي ګوانګ او فنګ ځه چای په شمول ډېرو قرباني اتلانو ته درناوی کوي او د چين له ازادي بخښونکي پوځ سره ځانګړې مينه لري. هغه وويل، کله چې هغه څلور يا پنځه کلن و، مور يې ور ته کتابونه اخيستې چې په کښې هغه کيسه شوې چې د چین ملي اتل يو فۍ خپل هېواد ته وفادار و او تل يې د هېواد د پرمختګ لپاره هڅې کولې چي تر اوسه پورې دغه کيسه د ده په ذهن کې ياديږي او وطن ته وفاداري هم د ده د ژوند مهم اصل دی.
د ده کارونه تل د چين له پوځ سره تړاو لري. د ۱۹۷۹ کال په پسرلي کې ۲۶ کلن شي جين پينګ د چین د پوځ سره د خاصي ميني درلودلو له کبله، د چين د دولتي شورا د دفتر د هدايت له مخې د مرکزي پوځي کميټې د سرمنشي ګنګ بياو د سکريتر په توګه ټاکل شوی.
اوس د ده په دفتر کې هغه عکس شتون لري چې د خپل کار د تازه پيل پر مهال يې پوځي جامې اغوستې وې. هغه وايې چې له ماشومتوبه مې د چين د پوځ په باب ډېر معلومات تر لاسه کړي چې د ډېرو پوځي مشرانو ښه سلوک او اخلاق را باندې اغيزه کړې، نو له دې امله له چيني پوځ سره صادقانه احساست لرم.
د چين له پوځ سره د ده مينه لاهم روانه ده. هغه په وار سره د چين په هه بۍ، فو جيان، جه جيانګ ولايتونو او شانګهای ښار کې کار کاوه، خو په عين وخت کې يې پوځي دنده هم پر غاړه اخيستې وه. په فوجيان ولايت کې د ماموريت په موده کې هغه په وار سره د دفاعي او پوځي ارګانونو د مسؤل په توګه دندې لرلې او په جه جيانګ ولايت کې د نان جينګ پوځي سيمې د دفاعي هڅوونکي کميټې د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو. هر چېرې چې وي، هغه د چين له پوځ سره ژوره مينه لري. هغه څو څو ځلې د پوځي افسرانو او سرتيرو د خپلوانو د ژوند او استخدام او د دوی د اولادونو د زده کړې د ستونزو د لېرې کولو لپاره ډېرې هڅې کړې او په خپل کاري ځايونو کې يې له پوځي افسرانو او سرتيرو سره يو ځای د چين د پوځ د جوړېدو ورځ ونمانځله.
په ۲۰۱۲ کال کي د چين د کمونېست ګوند په ۱۸م ملي کانګرس کې شي جين پينګ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د مرکزي پوځي کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو. هغه د چين د پوځي مشر په توګه لاهم پوځي افسرانو او ستېرو ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. د ۲۰۱۳کال له پسرلني اختر نه مخکې هغه د چين د هوايي پوځ د روزنې په اډه کې چې په صحرا کې پرته ده، د پوځي افسرانو او سرتيرو د حال او احوال پوښتنه وکړه. د دې ترڅنګ د پوځي افسرانو او سرتيرو د معاش د لوړوالي په هکله يې مقررات هم منظور کړي او د اصلاحاتو له لارې يې د دوی د ژوند د ستونزو د حل وفصل لپاره تل هڅې کړي دي.
هغه داسې وويل چې د چين پوځ قوی او تر ټولو مينه ناک ګڼل کيږي، نو بايد پوځي افسرانو او سرتيرو ته درناوی وکړو.