د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د چین په نندارتونونو کې د افغاني صنعتي توکو بازار تر پخوا ډېر ښه شوی دی. د دغه وزارت ویاند فواد احمدي د دغو ننداتونونو په اړه رسنیو ته ویلي، یو د لانژو نړیوال سوداګریز نندارتون و، چې د دغه هېواد په ګانسو ولایت کې د جولای په اتمه جوړ شوی و او څلور ورځې یې دوام وکړ. د نوموړي په وینا، بل نندارتون د ورېښمو لار سیاحتي نندارتون و چې په شانشي ولایت کې د جولای په ۱۶مه جوړ شوی و چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د احمدي په وینا، په دغو نندارتونونو کې په شپږو غرفو کې افغاني غالۍ، زعفران، ګاڼې او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي وو. د نوموړي په خبره، په یادو نندارتونونو کې ګډون کوونکو افغاني شرکتونو خپل ډېری محصولات وپلورل او چینایي پانګهوالو او سوداګریزو شرکتونو سره یې بېلابېل سوداګریزو تړونونه هم لاسلیک کړل.



































