د راپورونو له مخې په کابل کې د آلمان د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي. په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي. آلماني لوري ویلي چې په افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او المان ددې غوښتونکی دی چې دغه جګړه ژر تر ژره ختمه شي او ښکېل لوري د سولې لار خپله کړي. دده په خبره المان د افغانستان د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د اړتیا په صورت کې په دې برخه کې همکارۍ ته هم تیار دی. حنیف اتمر هم د المان له دایمي مرستو مننه کړې ده او دغه هېواد یې د افغانستان ښه ملګری بللی دی.



































