د افغانستان لپاره تر هر څه وړاندې د سولې پر خبرو ټینګار مهم دی. د نړیوالې ستراتيژۍ او مطالعاتو مرکز په یوه اوږده مقاله کې لیکلي دي چې د افغانستان په اړه جینوا کنفرانس جوړېږي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ د مهمو هېوادونو استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي. په مطلب کې راځي چې هلته به له افغانستان سره د اقتصادي پرمختګ او نورو مسایلو په اړه ژمنې تازه کېږي. خو سرچینه کاږي چې تر هر څه وړاندې د افغانستان لپاره د سولې راتګ مهم دی او نړیوالو ته په کار ده، چې تر اقتصادي مسایلو هم ډېر ټینګار د افغانستان د سولې پر پروسه وکړي. په مطلب کې راغلي چې همدا اوس په افغانستان کې خونړۍ پېښې روانې دي، جګړې دي، طالبان پر ډېرو سیمو کنټرول لري، له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، امنیت خراب دی، پرمختیايي پروژې نه شي تطبقېدلی نو همدې مسایلو ته پام باید پر سوله ډېر ټينګار وشي، ځکه افغانستان د اوږدمهال پرمختګ پوره انرژي، لکه کانونه، د رېل پټلۍ د جوړېدو ضرفیت او په سیمه ییزه څلور لارې د بدلېدو امکان لري، خو ددې ټولو په لاره کې جګړې خنډ جوړ کړی دی. دغه نړیوال مرکز افغان حکومت ته هم مشوره ورکړې چې د سولې لپاره رامنځ ته شوي فرصتونه ضایع نه کړي او له نړیوالو وغواړي چې له هرې ممکنې لارې له افغان سولې سره مرسته وکړي.



































