امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې قوي اراده نه لري. د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق له یوې روسي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري او یوازې هڅه کوي له افغانستان د وتلو لار پیدا کړي. دده په خبره امریکا کولی شي ترهګر وځپي، خو تر ډېره کوښښ کوي دلته مسئله په یو ډول حل کړي او ځان ته د وتلو لار پیدا کړي. نوموړي دداعش ډلې په اړه ویلي چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پيدا کړي، خو په خبره یې شمېر یې تر لس زره کم دی، چې تر ډېره په سرپل، جوزجان، ننګرهار او نورو ولایتونو کې فعالیت کوي. هغه د طالبانو په اړه هم ویلي، چې دوی د هېواد یوازې په دېرش سلنه خاوره حاکمیت لري او هغه راپورونه یې ناسم بللي چې ګواکي طالبان د افغانستان پر نیمايي خاوره واک چلوي.



































