عمران خان وايي د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه ده. د پاکستان لومړی وزیر د لومړي ځل لپاره وزیرستان ته تللی دی او هلته یې له ځایي خلکو سره کتلي دي. نوموړي ویلي چې له دې وروسته به یې هېواد د پردیو جګړې مخ ته یو نه سي او په پاکستان کې به د نورو جګړو ته اجازه نه ورکوي. نوموړي ویلي چې وزیرستان د ترهګرۍ ضد جګړو کې ځپل شوی دی خو دی به یې د بیا جوړونې لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي. هغه ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته کوي ځکه د افغانستان سوله د پاکستان د سولې او امنیت لپاره مهمه ده.



































