د برښنا شرکت رئيس چې پرون د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وینا کوله وویل، نېږدې ۸۰ سلنه د برق مېترونه یې له انالوګ سېستم څخه ډیجېتل ته اړولي او د راون کال تر پایه به پاتې ۲۰ سلنه میترونه هم ډیجېتلي کړي. امان الله غالب وایي، د ډیجېتلي سېستم تر ایجاد وروسته برېښنا شرکت توانېدلي، د برېښنا ضایعات له نهه دېرش سلنې څخه درې دېرش سلنې ته را ټیټ کړي. د برښنا شرکت عمومي رئيس همدارانګه په کابل ښار کې د برېښنا وروستیو پرچویو ته په اشارې وایي، د کابل نفوس ته په لېدو دوی نشي کولای، چې په ژمي کې ۲۴ ساعته برېښنا ورکړي، نو ځکه د ژمي په موسم کې به هر ورځ د ۴ ساعتونو لپاره قطع کېږي.