افغانستان او نړیواله ټولنه به نن او سبا د سویس د جنیوا په کنفرانس کې د هغو ستراتیژیو، مرستو او پرمختګونو ارزونه وکړي چې دواړو لورو د بروکسل د ۲۰۱۶ کال په کنفرانس کې ورباندې هوکړه کړې ده. ارګ د جنیوا د کنفرانس لپاره د بشپړو تیاریو خبر ورکوي او وایي، حکومت د هغو ژمنو ډېره برخه عملي کړې چې د ۲۰۱۶ کال د بروکسل په کنفرانس کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي، افغانستان خپلې ژمنې لږ تر لږه په سلو کې ۶۰ عملي کړې او د جنیوا په کنفرانس کې به پردې خبرې وشي چې کومو ستونزو په بشپړه توګه د کړو ژمنو د عملي کېدو په لاره کې خنډونه جوړ کړي وو. په دغه کنفرانس کې به پر سوله خبرې کېږي او همدا راز به په ۲۰۲۰ کال کې له افغانستان سره د کېدونکو مالي مرستو په اړه هم خبرې کېږي.



































