پاکستان دې د ممبيي د پېښې عاملین محاکمه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ۲۰۰۸ کال کې د لشکر طیبه ترهګرې ډلې کسانو په ممبيي کې خونړي بریدونه وکړل، خو لا هم ددغه بریدونو د طراحانو په نیولو او او محاکمه کولو کې پاکستان همکاري نه ده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې پاکستان دې په دغه برید کې پر ښکېلو کسانو او ډلو بندیزونه وضع کړي او دوی دې ژر تر ژره محاکمه کړي. په ۲۰۰۸ کال کې په ممبيي ښار کې په څو بېلو ځایونو خونړي ترهګریز بریدونه وشول. په دغه بریدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي دي. امریکا هغه چا ته پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې چې ددغه برید د طراحانو په اړه معلومات ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر نړیوالو او په تېره پر پاکستان غږ کړی چې ددغه برید عاملین ونیسي او محاکمه یې کړي.