د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي اړیکو مرستیال، د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې آلیس ویلز او په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس د افغانستان په اړه د جینوا په کنفرانس کې ګډون کوي. یاد کسان به د امریکا استازیتوب کوي او د غونډې په څنډه کې به له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوري به د سولې، روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کوي. خبرپاڼه زیاتوي چې د همدې اونۍ په وروستیو کې به د امریکا ځانګړې استازې آلیس ویلز بروکسل ته ځي او هلته به د اروپايي هېوادونو له چارواکو سره پر یو لړ مسایلو خبرې کوي. نوموړي به د افغانستان د روان وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو په اړه هم له اروپايي هېوادونو سره بحثونه ولري.



































