د ناسا یوه سپوږمکۍ له شپږ میاشتني سفر وروسته د مریخ پر غولي کېناسته. د ناسا کارکوونکو پرون هغه مهال د خوښۍ چیغې او نارې جوړې کړې چې د انسایټ (InSight) په نامه له دې سپوږمکۍ یې د مریخ مدار ته د رسېدو زیګنالونه ترلاسه کړل. له دې یوه دقیقه وروسته انسایټ سپوږمکۍ د خپلې شاوخوا انځور را واستاوه. ددې سپوږمکۍ د لېږلو موخه دا ده، چې په مریخ کې تحقیقات وکړي او دا کشف کړي چې یاده سیاره څنګه رامنځ ته شوې ده. ساینسپوهان وايي چې انسایټ د مریخ له اتموسفیر د یادې سیارې تر غولي پورې واټن په اوو دقیقو کې وهلی او بې له کومې ستونزې یې ناسته کړې ده. مریخ له ځمکې ۳۰۱ میلیون مایله لېرې دی او دغه سفر شپږ میاشتې وخت اخلي. د یادې سپوږمکۍ د استولو ټول لګښت یو میلیارد ډالرو ته رسېږي او د تحقیقاتو دغه ماموریت به په دوو کلونو کې بشپړ شي.