د پکتيا کرنې او مالدارۍ رياست اړوند د ژغورنې نړيوالې کمېټې له لوري د دغه ولايت د مرکز ګرديز، احمد اباد او سيدکرم ولسواليو پر ۷۴ تنو اړمنو بزګرانو توره او سپينه سره وېشل شوې ده.
د پکتیا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، په يادو ګټه اخيستونکو کې ۲۵ تنه د مرکز ګرديز، ۲۵ تنه د احمداباد او ۲۴ تنه د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي شامل وو، چې هر بزګر ته ۵۰ کيلو توره او ۵۰ کیلو سپينه سره ورکړل شوې ده.
د دوی په خبره، تر دې وړاندې يادو بزګرانو ته د لوبيا تخمونه او نور کرنيز توکي هم ورکړل شوي وو. د یاد ریاست چارواکي وايي، چې د سرو له وېش څخه موخه یې د کرنې پر مټ د اړمنو کورنيو د اقتصادي وضعيت ښه والی او د لوبيا د حاصل زياتوالی دی.
له دغو مرستو څخه برخمن بزګران د خوښۍ ښودلو تر څنګ د کرنې رياست له دوامداره همکاريو څخه مننه کوي.



































