د ګلوبل پارټنرشیپ په نوم نړیوال سازمان د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې له جنګ ځپلو هېوادونو سره د مرستې په لړ کې د افغانستان، میانمار او جنوبي سودان لپاره یې څه باندې ۲۰۹ میلیونه ډالر منظور کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د ګلوبل پارټنرشیب سازمان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له جنګ ځپلو هېوادونو سره ۴۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو لپاره، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د متوازنې او مساوي ښوونې او روزنې زمینې برابرولو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کېږي. سرچینه زیاتوي له دغو پیسو په ګټه اخیستنې به د افغاستان په وروسته پاتې سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو جوړولو کار پیل شي.